د افغانستان په شمال جوزجان ولايت كې تركيې خپله پي. ار. ټي پرانسته. د تركيي د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو پرون د دې ټيم د پرانيستي په مراسمو كې رسنيو ته وويل، چې دغه ټيم به سربيره پر جوزجان په سرپل كې هم د بيارغونې كارونه وكړي.
د افغانستان په شمال جوزجان ولايت كې تركيې خپله پي. ار. ټي پرانسته.
د تركيي د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو پرون د دې ټيم د پرانيستي په مراسمو كې رسنيو ته وويل، چې دغه ټيم به سربيره پر جوزجان په سرپل كې هم د بيارغونې كارونه وكړي.
د تركيې د بهرنيو چارو وزير همدا راز وويل، چې هېواد يې په پام كې لري، په جوزجان ولايت كې ۳۲ كيلو متره حلقوي سړك هم قير كړي.
تركيه د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواكونو كې په سلګونه عسكر لري او په تيرو څو كلونو كې يې له افغان دولت سره د بيارغونې په برخه كې هم مرستې كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


