د کندوز د چاردرې ولسوالۍ په قره خانې او ځدراڼو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په ګډوعملياتو کې 8 تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د کندوز والې انجينرمحمد عمر د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې رسنيو ته وويل
د کندوز د چاردرې ولسوالۍ په قره خانې او ځدراڼو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په ګډوعملياتو کې 8 تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کندوز والې انجينرمحمد عمر د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې رسنيو ته وويل، چې تېره شپه د چاردرې ولسوالۍ په يو شمير نا امنو سيمو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو ګډ عمليات وشول، چې پکې د 5 تنو پر وژل كېدو سربېره 3 مشكوك كسان ونيول شول.
انجينرعمر زياته کړه، چې وژل شوي کسانو د مولوې سراج الدين حقانې له ډلې سره تړاو درلوده، چې دا مهال په پاکستان کې فعاليت لري او د دغه ولايت په وروستيو نا امنيو کې هم په لاس لرلو تورن دي.
عمر زياته کړه، چې دا يو ډول تصفيه وي عمليات وو، چې په دې وروستيو کې د ياد ولايت په يو شميرنا امنو سميو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو لخوا په ګډه پيل شول، چې لا هم دوام لري.
خو بل لورته د چاردې ځايي اوسيدونکې بيا وايي، په دغه عملياتو كې 5 تنه وژل شوي، چې ټول بې ملکې وګړې وو
د سيمې يو تن عينې شاهد عبيدالله د پېښې په اړه كليد ته وويل، چې په وژل شويو کسانو کې يو تن د سالنګ په لويه لاره د هوټل اشپز و، ۲ تنه د خښتو د بټيو کارکوونکې وو او هغه بل تن له پېښوره مېلمه راغلې وو، چې په وينا يې يوه هم له طالبانو سره اړيکې نه درلودې.
خو د ياد ولايت والې بيا دغه خبره ردوي اووايي، چې وژل شوي کسان طالبانو وو.
د يو بل خبر له مخې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په کندوز ميشتو المانې سرتيرو د ماين چاودنه شوې، چې د المان د بيارغونې ډلې مطبوعاتې مسؤل ډګرمن ويبر يې په ترڅ كې يوازې د ټانګ ويجاړېدل منې او د نورو تلفاتو په اړه هر ډول خبر ردوي.
خو طالب وياند بيا کليد ته د 3 المانې سرتيرو د وژنې خبره کوي، چی تېره شپه ۹ بجې د سړک د غاړې ماين چاودنې په پايله کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د شپې له خوا د عملياتو لړۍ ترپخوا په دغه ولايت کې پراخه شوې، چې ډېرى وختونه پكې ځايي خلکو ته هم مرګ ژوبله ور اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


