ads

ننګرهار كې سيلابونو خلكو ته مالي زيانونه اړولي

د ننګرهار د خوګياڼو او سره رود ولسواليو په بېلا، بېلو سيمو كې تېره شپه  سېلابونه راوتي، چې د چارواكو په وينا يوازې مالي زيانونه يې اړولي دي. د ننګرهار د خوګياڼو او سره رود ولسواليو په بېلا، بېلو سيمو كې تېره شپه  سېلابونه راوتي، چې د چارواكو په وينا يوازې مالي زيانونه يې اړولي […]

نویسنده: TKG
30 چنګاښ 1389

د ننګرهار د خوګياڼو او سره رود ولسواليو په بېلا، بېلو سيمو كې تېره شپه  سېلابونه راوتي، چې د چارواكو په وينا يوازې مالي زيانونه يې اړولي دي.

د ننګرهار د خوګياڼو او سره رود ولسواليو په بېلا، بېلو سيمو كې تېره شپه  سېلابونه راوتي، چې د چارواكو په وينا يوازې مالي زيانونه يې اړولي دي.

د ننګرهار د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رئيس عبدالوهاب شېرزاد کليد ته وويل، چې د خوګياڼو په وزيرو او چمتلې سيمو کې دې سېلابونو يو شمېر کورونه نړولي خو کوم ځاني زيان نه لري.

شېرزاد دغه راز د سره رود ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې هم د سېلابونو د راوتو تاييد وکړ، خو په اړه يې نورجزيات نه لرل.

د خوګياڼو ولسوال محمد حسن هم کليد ته د پورتنۍ سرچينې خبرې تاييد کړې.

بلخوا د خوګياڼو له ګاونډۍ ولسوالۍ سره رود څخه هم رپوټونه وايي، چې په بېلا، بېلو سيمو کې يې سېلابونو په سلګونه جريبه ځمکه وړې او کرنيز فصلونه يې زيانمن کړي.

د دې ولسوالۍ يو شمېر استوګنو کليد ته وويل، چې د دې ولسوالۍ په بړينه،کاکوخېل، بلوچ قلا، کټه پور او کوز ټټنګ کلو  په سلګونه جريبه ځمکه سېلابونو زيانمنه کړې او کرل شوي فصلونه يې له منځه وړي.

دوى دغه راز سېلاب ځپلو سيمو ته د مرستندويو ډلو پر نه رسېدو نيوکه لرله او اړوندې ولايتي ادارې يې په دې برخه کې د خپل مسؤليت په نه ترسراوي تورن کړل.

د ننګرهار د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مشر بيا وايي، چې اداره يې د مرستې خپل امکانات نه لري، خو له نورو مرستندويو يې سېلاب ځپلو ته مرستې غوښتي.

دغه چارواکي څه موده وړاندې ويلي وو، چې د استنادي دېوالونو د جوړولو لپاره د سيمو نښه کولو کې دوى سره د مشورو نه کول هم د ورته زيانونو لامل ګرځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA