د ناټو مشر راسموسن رسنيو ته ويلي، چې له افغانستانه يې د ځواكونو وتل حالاتو پورې تړاو لري. نوموړي دا خبرې د چهار شنبې په ورځ د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير سره تر ليدنې وروسته په ګډه خبري ناسته كې وكړې.
د ناټو مشر راسموسن رسنيو ته ويلي، چې له افغانستانه يې د ځواكونو وتل حالاتو پورې تړاو لري.
نوموړي دا خبرې د چهار شنبې په ورځ د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير سره تر ليدنې وروسته په ګډه خبري ناسته كې وكړې.
راسموسن زياته كړه، چې په ۲۰۱۶ كال كې افغان ملي اردو ته د واك انتقالول د جمهور رئيس كرزي هيله ده، چې دوى ورسره مرسته كوي، خو له افغانستانه د ناټو ځواكونو وتل كوم تاريخ پورې نه بلكې حالاتو ته پورې تړاو لري.
نوموړي، زياته كړه: ((موږ له وخته وړاندې نه ځو، ځكه كه موږ ووتو طالبان به بيا راشي او په افغانستان كې به خپلې هډې غښتلې كړي، چې دا به د ټولې نړۍ لپاره يو ستر ګوښ وي.))
نوموړي د يوې پوښتې په ځواب كې، چې ډيرى خلك په دې نظر دي، چې نړيوال ځواكونه په افغانستان كې له ماتې سره مخ دي او اوس په دې خاطر، چې په عزت سره ترې ووځي طالبانو ته بډې وركوي، وويل: ((چې د بډو ور كولو خبره نه ده، مګر د كارونو پيدا كول، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د يوه عادي افغان د ژوند ښه كولو لپاره د بديل پيدا كولو په لټه كې يو.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


