د کندهار ښار د هرات بازار د خيري مارکيټ او نوي سړک ترمنځ سيمه کې چاودنه رامنځته شوه، چې پکې يو تن وژل شوى او يو بل ژوبل دى.
د کندهار ښار د هرات بازار د خيري مارکيټ او نوي سړک ترمنځ سيمه کې چاودنه رامنځته شوه، چې پکې يو تن وژل شوى او يو بل ژوبل دى.
د کندهار د امنيت امر سمنوال فضل احمد شېرزاد په سيمه کې خبريالانو ته وويل، دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله، چې يوه کس غوښتل تېره ورځ له يادې سيمې څخه د يوه لاس گاډي په واسطه چاوديدونکي توکي تېر او ورته په کوم بل ځاى کې چاودنه ورکړي.
هغه زياته کړه، چې له ياد تن څخه په دې سيمه کې لاس ګاډى چپه او په پايله کې يې چاودنه رامنځته شوه.
د چاودنې وروسته د ځاني زيان ترڅنگ مالي زيان هم اوښتى، چې پکې د يادې سيمې يو شمېر دوکانونه هم زيانمن شوي.
د دې چاودنې پړه تردې مهاله د دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.
د يادونې وړ ده، چې په کندهار ښار کې ورځ تر بلې امنيتي حالت مخ پر خرابېدو دي، چې يوه ښه بيلگه يې د کندهار ښار اړوند د نوجان د سيمې پر امنيتي پوستې د وسلوال بريد وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


