ads

جوزجان كې د ملي اردو ۱ سرتېرى ووژل شو

په جوزجان ولايت كې د ملي اردو ۳ سرتيرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې موټر يې د سړك د غاړې پر ايښودل شوي ماين برابر شو. په جوزجان ولايت كې د ملي اردو ۳ سرتيرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې موټر يې د سړك د غاړې پر ايښودل شوي ماين برابر […]

نویسنده: TKG
30 چنګاښ 1389
جوزجان كې د ملي اردو ۱ سرتېرى ووژل شو

په جوزجان ولايت كې د ملي اردو ۳ سرتيرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې موټر يې د سړك د غاړې پر ايښودل شوي ماين برابر شو.

په جوزجان ولايت كې د ملي اردو ۳ سرتيرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې موټر يې د سړك د غاړې پر ايښودل شوي ماين برابر شو.

ياده پېښه تېره ورځ د جوزجان ولايت په قوش تپه ولسوالۍ كې رامنځته شوه.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت كليد ته د ټليفون پر ليكه وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د ملي اردو يو سترتېرى هغه مهال مړ او ۲ نور ټپيان شول، چې موټر يې د سړك د غاړې پر ماين وخوت.

د پېښه پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او په اړه يې رسنيو ته ويلي، چې په دغه پېښه كې يې د ملي اردو يو ټانګ او پكې سپاره ټول سرتيري له منځه وړي.

د يادونې وړ ده، چې له درې ورځو راهيسې، د جوزجان ولايت په درزاب او قوش تپه ولسواليو كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه روانه ده، چې د چارواكو په وينا، تر دا مهاله يې څو كلي له مخالفينو پاك كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA