د نورستان چارواکي پر برګمټال ولسوالۍ يو ځل بياد پاکستاني وسله والو طالبانو د بريدونو خبر ورکوي، خو وايي دا بريدونه کوم ځاني زيان نه لري.
د نورستان چارواکي پر برګمټال ولسوالۍ يو ځل بياد پاکستاني وسله والو طالبانو د بريدونو خبر ورکوي، خو وايي دا بريدونه کوم ځاني زيان نه لري.
د نورستان امنيې قومندان جنرال محمد قسيم پيمان کليد ته وويل، چې د تېرې شپې له اوو تر اتو بجو پاکستاني وسله والو طالبانو له ختيځ او لويديزو غاړو د برګمټال پر ولسوالۍ د درنو وسلو بريدونه کړي، خو په خبره يې، کوم تلفات يې نه دي رامنځته کړي.
پيمان دغه راز وايي د دوى ځواکونه سره له دې، چې د ايتلافي ځواکونو لخوا ښه اکمال شوي، خو بيا هم په دفاعي حالت کې دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، چې د تېر په شان د برګمټال جګړه کې د پاکستاني طالبانو شتون ردوي، له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې د ولسوالۍ ودانۍ پوليسو او د دوى وسله والو ټولو تخليه کړې او له لرې سيمو يې وخت، ناوخت دواړه غاړې يو پر بل بريدونه کوي.
مجاهد هم په وروستيو بريدونو کې د تلفاتو څه ونه ويل.
برګمټال، چې اوسني پاکستان سره دوه نېم سوه کيلومتره ګډه پوله لري، له شاوخوا لسو ورځو راهيسې پرې د چارواکو په خبره څه باندې اوو سوو پاکستاني طالبانو بريدونه پيل کړي، چې دواړو غاړو لا يو بل ته د درنو مرګ، ژوبلو دعوې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


