د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات کړي، چې د دوى په ويناد دولت پينځه وسله وال مخالفين يې پکې وژلي او پينځه نور يې له سلګونه وسلو او مهماتو سره نيول دي.
د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات کړي، چې د دوى په ويناد دولت پينځه وسله وال مخالفين يې پکې وژلي او پينځه نور يې له سلګونه وسلو او مهماتو سره نيول دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي کليد ته وويل، چې عمليات د خوګياڼو د وزيرو په ناصرغونډۍ کې شوي، چې د ده په ويناوژل شويو کې يې د دولت د مخالفينو يو مهم قومندان هم شامل دى.
عبدالزى، چې عمليات د کره معلوماتو له مخې شوي ګڼي، وايي وژل شويو او نيول شويو کسانو د ننګرهار په وروستيو ناامنيو کې لاس درلود، چې ترې د ګڼو وسلو او مهماتو ترڅنګ د ناچاوده توکيو او د ملي اردو د سرتېرو د څلويښت هويت کارتونه نيول شوي.
د ننګرهار د والي وياند د ملي امنيت ادارې لخوا د دې ولايت د وروستيو ناامنيو په تور د دوه تنو نورو د نيونې خبر هم ورکوي.
په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي ادارې بيا کليد ته د عبدالزي د نورو خبرو په تاييد سره وويل، چې عمليات په خوګياڼو ولسوالۍ نه بلکې په شېرزادو ولسوالۍ کې شوي.
د وسله والوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځايه کليد ته په ټليفون د پورته سرچينو برعکس وويل، چې د تېرې شپې عمليات د سره رود ولسوالۍ پرټننګ سيمې شوي، چې پکې د درېيو وسله والو طالبانو ترڅنګ دوه ولسي وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ولسي وګړي نيول شوي.
د خوګياڼو يو شمېر استوګنو بيا پرته له دې، چې د وژل شويو او نيول شوو د هويت په اړه څه وايي، کليد ته وويل، چې عمليات د دوى ولسوالۍ کې شوي، چې دوى پکې د بهرنيو ځواکونو پر شتون نيوکه لري.
ننګرهار، چې وروستيو ناامنيو يې د دې ولايت ګڼ خلک اندېښمن کړي وو،دا يې د دې ناامنيو په ترڅ کې د دولت پلوو ځواکونو تر ټولو ستر عمليات دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


