ads

كلنټن: د پاليسۍ د اهدافو له مخې به ژمنې وغځوو

د كابل کنفرانس ګډونوالې او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د خبرو په پيل کې وويل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګريز ترانزيت پرېکړه ليک د دواړو ګاونډيو هېوادونو لپاره يوه ستره لاسته راوړنه ده. د كابل کنفرانس ګډونوالې او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د خبرو […]

نویسنده: TKG
29 چنګاښ 1389

د كابل کنفرانس ګډونوالې او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د خبرو په پيل کې وويل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګريز ترانزيت پرېکړه ليک د دواړو ګاونډيو هېوادونو لپاره يوه ستره لاسته راوړنه ده.

د كابل کنفرانس ګډونوالې او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د خبرو په پيل کې وويل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګريز ترانزيت پرېکړه ليک د دواړو ګاونډيو هېوادونو لپاره يوه ستره لاسته راوړنه ده.

کلنټن ژمنه وکړه، چې د افغانستان د پاليسۍ د اهدافو له مخې به له دغه هېواد سره خپلې مرستې وغځوي.

نوموړې زياته کړه، چې په دغه هېواد کې لاسته راوړنې به وارزول شي او د پرمختګ پر وړندې ستونزې به يې له منځه يوسي.

هيلري کلنټن وويل، چې د ۲۰۱۱ په جولاي مياشت کې به افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پيل شي، خو په څنګ کې به يې له افغانستان سره خپلې مرستې زياتې كړي .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل، جمهور رئيس  کرزي وسله والو ته د پخلاينې پروګرام پيل کړي، خو دا به وروسته جوته شي، چې ايا وسله وال له القاعدې سره خپلې اړيکې شلوي، اساسي قانون مني او د ښځو حقونه مني او که نه؟

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA