ads

كرزي په بهرنيو مرستو د زيات کنټرول غوښتنه وكړه

جمهور رئيس  کرزي د کابل نړيوال کنفرانس ته په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه وكړه ،چې له افغانستان سره له مرسته کېدونکو پيسو ‌څخه پنځوس سلنه د افغان دولت لخوا مصرف کړي.     جمهور رئيس  کرزي د کابل نړيوال کنفرانس ته په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه وكړه ،چې له […]

نویسنده: TKG
29 چنګاښ 1389

جمهور رئيس  کرزي د کابل نړيوال کنفرانس ته په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه وكړه ،چې له افغانستان سره له مرسته کېدونکو پيسو ‌څخه پنځوس سلنه د افغان دولت لخوا مصرف کړي.

 

 

جمهور رئيس  کرزي د کابل نړيوال کنفرانس ته په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه وكړه ،چې له افغانستان سره له مرسته کېدونکو پيسو ‌څخه پنځوس سلنه د افغان دولت لخوا مصرف کړي.

هغه له نړيوالو وغوښتل، چې د افغان دولتي چارواکو خپلوانو ته قراردادونه ورنکړي او زياته يې کړه، چې دا کار اداري فساد ته لاره هواروي.

کرزي وويل، چې افغان ملي ځواکونه به په راتلونکو څلورو کلونو کې د هېواد د امنيت د ټينګولو مسؤليت پر غاړه واخلي.

 

كرزي د كنفرانس پر بهرنيو ګډونوالو غږ وكړ، چې موږ تاسې د يوه دښمن مقابله كوو ا و ويې ويل، كه څه هم افغان دولت يو څه برياليتوبونه لري، خو بيا هم د نړيوالې مبارزې د هدف په لاسته راوړو كې پاتي راغلي يو.

نوموړي زياته كړه، دوى د كلك هوډ خاوندان دي، هېواد به يې د نړيوالو په مرسته او په هېواد كې د شته زېرمو په راويستلو د افغانانو سره د ژوند په ښه كولو كې مرسته وكړي.

د کابل په نړيوال کنفرانس کې د نږدې ٧٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو او د بهرنيو چارو وزيرانو برخه اخيستې ده.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس به شاوخوا درې نيم ساعته دوام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA