ads

كابل كې يوې چاودنې ۳ تنه ټپيان كړل

د كابل ښار د يوولسمې حوزې  اړوند سيمه كې د يوې مرمۍ د چاودنې له امله ۳ تنه ټپيان شول. د كابل ښار د يوولسمې  امنيتي حوزې  آمر فاروق حساس  كليد ته  وويل، چې نن سهار شاوخوا ۶ بجې يوه ( اګه اېس) ډوله مرمۍ هغه مهال وچاودېده، چې يو شمېر ځوانان د واليبال د […]

نویسنده: TKG
29 چنګاښ 1389

د كابل ښار د يوولسمې حوزې  اړوند سيمه كې د يوې مرمۍ د چاودنې له امله ۳ تنه ټپيان شول. د كابل ښار د يوولسمې  امنيتي حوزې  آمر فاروق حساس  كليد ته  وويل، چې نن سهار شاوخوا ۶ بجې يوه ( اګه اېس) ډوله مرمۍ هغه مهال وچاودېده، چې يو شمېر ځوانان د واليبال د ميدان پر هوارولو بوخت وو، چې په وينا يې، چاودنه كې درې تنه ټپيان شول.

 

د كابل ښار د يوولسمې حوزې  اړوند سيمه كې د يوې مرمۍ د چاودنې له امله ۳ تنه ټپيان شول.

د كابل ښار د يوولسمې  امنيتي حوزې  آمر فاروق حساس  كليد ته  وويل، چې نن سهار شاوخوا ۶ بجې يوه ( اګه اېس) ډوله مرمۍ هغه مهال وچاودېده، چې يو شمېر ځوانان د واليبال د ميدان پر هوارولو بوخت وو، چې په وينا يې، چاودنه كې درې تنه ټپيان شول.

نوموړي زياته كړه، ټپيان ډېر ژر افغان روغتون ته ولېږدول شول او اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.

د كابل د ۲لمبر ولايتي زون قوماندان د څرګندونو پربنسټ، دغه پېښه د مولانا سيدخېل، چې يو جهادي قوماندان دى، د كور مخې ته شوې ده .

هغه وويل، چې ياده شوې مرمۍ له پخوا څخه په سيمه كې پاتې وه او په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.

خو په سيمه كې د پېښې عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې په دې پېښه كې څلور تنه ټپيان شوي دي.

چاودنه په داسې حال كې وشوه، چې ټاكل شوې ده، نن په كابل كې يو نړيوال كنفرانس جوړ شي، چې پكې به د۷۰ هېوادونو استازي ګډون ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA