په فراه ولايت كې د تېرې شپې راهيسې د وسلوالو طالبانو او ګډو ځواكونو ترمنځ په جګړه کې ۲۲ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
په فراه ولايت كې د تېرې شپې راهيسې د وسلوالو طالبانو او ګډو ځواكونو ترمنځ په جګړه کې ۲۲ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د فراه ولايت د والي مرستيال محمد يونس رسولي کليد ته د تليفون پر ليكه وويل، چې دا جكړه د تېرې شپې راهيسې د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ د سرو اوبو په سيمه كې پيل شوې، چې بېګا پايته ورسيده.
رسول زياته كړه، چې په دې جګړه كې ملي اردو ملي پوليس او ايتلافي ځواكونه برخه درلوده او د هوا له لارې يې هليكوپترو مليتا كوله.
د رسولي په وينا، په دې جګړه كې ۲۲ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۷ پايې مخابرې او يوه اندازه وسلې هم د دولت لاس ته ورغلي دي.
بل خوا وسلوالو طالبانو رسنيو ته په خبرو كې ادعا كړې، چې په دې جګړه كې يې۸۰ افغان او بهرني سرتيري وژلي، خو دولتي چارواكي بيا دا خبره په كلكه ردوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


