ads

د کابل پر نړيوال هوايي ډګر راکټي بريد وشو

د کابل پر نړيوال هوايي ډګر تېره شپه پنځه توغندي وتوغول شول، خو هېڅ ډول زيان يې نه دى اړولى. دا بريد په داسې حال کې کېږي، چې نن د نړيوال کنفرانس کوربه دى، چې تر ۷۰ د زياتو هېوادونو او نړيوالو موسسو استازي ورته رابلل شوي دي.   د کابل پر نړيوال هوايي ډګر […]

نویسنده: TKG
29 چنګاښ 1389

د کابل پر نړيوال هوايي ډګر تېره شپه پنځه توغندي وتوغول شول، خو هېڅ ډول زيان يې نه دى اړولى. دا بريد په داسې حال کې کېږي، چې نن د نړيوال کنفرانس کوربه دى، چې تر ۷۰ د زياتو هېوادونو او نړيوالو موسسو استازي ورته رابلل شوي دي.

 

د کابل پر نړيوال هوايي ډګر تېره شپه پنځه توغندي وتوغول شول، خو هېڅ ډول زيان يې نه دى اړولى.

دا بريد په داسې حال کې کېږي، چې نن د نړيوال کنفرانس کوربه دى، چې تر ۷۰ د زياتو هېوادونو او نړيوالو موسسو استازي ورته رابلل شوي دي.

د کابل هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال محمد اصف جبارخېل رسنيو ته وويل، چې پر هوايي ډګر د شپې شاوخوا ١١ بجې بريد وشو.

د نوموړي په وينا، له دغو توغنديو څخه دوه يې د هوايي ډګر په منځ او درې نور يې له هوايي ډګر څخه د باندې، قصبې ته نږدې ريګ رېشن سره لګېدلي دي.

هغه وويل، چې تراوسه د توغنديو د توغولو ځاى نه دى معلوم شوى.

د نوموړي په وينا، له هوايي ډګر څخه د باندې لګېدلو توغنديو څخه يو نه دى چاودېدلى.

طالبانو، د کابل پر هوايي ډګر د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA