جلال اباد تېره شپه بياد ويډيويي فلمونو پر يوه پلورنځي د چاودنې سيمه وه، چې د دې پلورنځي سربېره پکې دوه نور دوکانونه هم زيانمن شول.
جلال اباد تېره شپه بياد ويډيويي فلمونو پر يوه پلورنځي د چاودنې سيمه وه، چې د دې پلورنځي سربېره پکې دوه نور دوکانونه هم زيانمن شول.
چاودنه د جلال اباد په دويمه ناحيه کې د شپې شاوخوا لس بجې د يوه ځاى، پرځاى شوي ماين له امله وشوه، خو چارواکي وايي کوم ځاني تلفات نه لري.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفورکليد ته د چاودنې پخلى وکړ خو ويې ويل په تور يې لا څوک نه دى نيول شوى.
دا په جلال اباد کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د سندرو او فلمونو پر کسېټ پلورنځيو څوومه ورته چاودنه ده، چې د تېرو هغو په شان يې مسوليت کومې ډلې پرغاړه نه دى اخېستى.
دې او تېرو چاودنو د جلال اباد استوګن پر خپلې امنيتي وضعې اندېښمن کړي.
د ننګرهار چارواکو، چې تل يې تر داسې پېښو وروسته د پېښو د عاملينو د نيونې او په سزا رسونې ژمنې کړي،د ډېرو په اند بيا يې پر ژمنو عمل نه دى کړى او همدا کار د پخوا سوله ييز ننګرهار د وضعې د خرابيدو لامل ګرځېدلى
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


