ads

د برګمټال جګړه كې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د نورستان چارواکي  برګمټال ولسوالۍ ته د ايتلافي ځواکونو د اکمالاتي مرستو د رسېدو او د پاکستاني  وسله والو طالبانو او پوليسو جګړه کې د نهو تنو د مرګ، ژوبلې خبر ورکوي. د نورستان چارواکي  برګمټال ولسوالۍ ته د ايتلافي ځواکونو د اکمالاتي مرستو د رسېدو او د پاکستاني  وسله والو طالبانو او پوليسو جګړه […]

نویسنده: TKG
29 چنګاښ 1389

د نورستان چارواکي  برګمټال ولسوالۍ ته د ايتلافي ځواکونو د اکمالاتي مرستو د رسېدو او د پاکستاني  وسله والو طالبانو او پوليسو جګړه کې د نهو تنو د مرګ، ژوبلې خبر ورکوي.

د نورستان چارواکي  برګمټال ولسوالۍ ته د ايتلافي ځواکونو د اکمالاتي مرستو د رسېدو او د پاکستاني  وسله والو طالبانو او پوليسو جګړه کې د نهو تنو د مرګ، ژوبلې خبر ورکوي.

د نورستان امنيې قومندان جنرال محمد قسيم پيمان کليد ته وويل، چې له پرون غرمې څخه د تېرې شپې لسو بجو پورې  پاکستاني وسله والو طالبانو د برګمټال پر ولسوالۍ بريدونو کې د يوه پوليس د وژلو ترڅنګ يو بل تن ټپي کړ.

پيمان د پوليسو په ځوابيه ډزو کې د څلورو طالبانو د وژلو او درې نورو د ټپي کېدو خبره وكړه،  خو زياتوي، چې جګړه ټوله مخامخ وه .

د نورستان امنيې قومندان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ايتلافي ځواکونو يوازې د وسلو مرسته ورسره کړې او د طالبانو پرضد يې خپل هوايي ځواک نه دى کارولى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځايه کليد ته په ټليفون د دې ترڅنګ، چې د برګمټال جګړه کې يې د پاکستاني طالبانو شتون رد کړ، وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې يې  پرون مازېګر  څلور وسله وال ملګري د ايتلافي ځواکونو په هوايي بمبار کې وژل شوي، خو دى دعوه کوي، چې دوى هم لس دولتي سرتېري وژلي.

مجاهد دغه راز وايي، چې طالبانو د بمبار له وېرې د برګمټال ولسوالۍ ودانۍ، چې د ده په دعوه دوى سره وه، تخليه کړې.

د برګمټال ولسوالي، چې له اوسنۍ جګړې پرې تر اونۍ ډېرې ورځې کېږي،د چارواکو په خبره يې تر اوو سوو ډېر پاکستاني طالبان ورته راغلي.

دا ولسوالي لږه موده وړاندې او دغه راز تېرکال د څو ورځو لپاره تردرنو جګړو وروسته د دولت له واکه وتې وه، چې لامل يې دې سيمو کې د افغان ځواکونو کموالى ګڼل شوى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA