د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د كابل نړيوال كنفرانس ته د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، د افغانستان په اړه د لندن د کنفرانس په تعقيب دوى هڅه کوي، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو ژمنې تازه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د كابل نړيوال كنفرانس د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، د افغانستان په اړه د لندن د کنفرانس په تعقيب دوى هڅه کوي، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو ژمنې تازه کړي.
نوموړي وويل هيله من دى، چې افغان حکومت د خپل برخليک په ټاکلو کې په خپله ګام واخلي او پر خپل ځان بسيا شي.
بانكي مون له افغانانو وغوښتل، چې خپل حکومت پياوړى كړي، اقتصاد ته وده ورکړي او د ملي ګټو لپاره خپلې هڅې زياتې کړي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې دا کنفرانس له افغانستان سره د همکارۍ د ټينګار ښکارندوى دى، چې په وينا يې په ۲۰۰۸ کال کې د پاريس کنفرانس په څېر نړيوال د دغه هېواد له امنيت او افغان شموله همغږۍ رامنځ ته شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


