ads

کابل کنفرانس به بهرنيو ځواکونوته مهالوېش وټاكي

د برتانيا د انډيپنډنټ ورځپاڼه راپور ورکړى، چې د کابل په کنفرانس کې به جمهور رئيس  کرزى له گڼو شرايطو سره هغه مهالوېش اعلان کړي، چې پر اساس به يې بهرني ځواکونه له افغانستانه  په ٢٠١٤ کال کې ووځي.     د برتانيا د انډيپنډنټ ورځپاڼه راپور ورکړى، چې د کابل په کنفرانس کې به […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1389

د برتانيا د انډيپنډنټ ورځپاڼه راپور ورکړى، چې د کابل په کنفرانس کې به جمهور رئيس  کرزى له گڼو شرايطو سره هغه مهالوېش اعلان کړي، چې پر اساس به يې بهرني ځواکونه له افغانستانه  په ٢٠١٤ کال کې ووځي.

 

 

د برتانيا د انډيپنډنټ ورځپاڼه راپور ورکړى، چې د کابل په کنفرانس کې به جمهور رئيس  کرزى له گڼو شرايطو سره هغه مهالوېش اعلان کړي، چې پر اساس به يې بهرني ځواکونه له افغانستانه  په ٢٠١٤ کال کې ووځي.

دغه ورځپاڼه وايي دوى داسې سند موندلى، چې له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو د مهالوېش يادونه پکې کيږي.

د ورځپاڼې له مخې کرزى به په کابل کنفرانس کې ووايي، چې که شرايط  هر ډول وي نو له اوس څخه څلور کاله وروسته به بهرني ځواکونه افغانستان پريږدي .

نيت دا دى، چې يو- يو ولايت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي او په عين حال کې د افغان سرتيرو د روزنې چارې تر ټاکلې نېټې وروسته لا هم دوام ومومي .

د کابل په کنفرانس کې به د ملگرو ملتونو د سرمنشي تر څنگ د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو اويا تنه لوړ پوړي چارواکي برخه اخلي .

د برتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون څو موده دمخه ويلي و، چې غواړي د دوى ځواکونه تر ٢٠١٥ کاله وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي.

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما ويلي، چې له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو چارې به په راتلونکي اوړي کې پيلوي .

خو د لويديځ چارواکي وايي، چې دا هر څه د افغانستان په شرايطو پورې تړاو لري .

وسله والو طالبانو او د حکمتيار په مشرۍ اسلامي گوند څو ځلي غوښتنه کړې وه، چې لومړى دې د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي او بيا به دوى خبرې کوي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA