د غور ولايت په تيوري ولسوالۍ كې يو پخوانى جهادي قواماندان د ناپېژاندو وسله والو لخوا ووژل شو. د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته د ټليفون په كرښه وويل، چې ياد قوماندان پخپل كور كې د ناپېژاندو وسله الو لخوا لومړى سخت ټپي شو، خو روغتون تر وړولو څو ساعته وروسته يې ساه وركړه.
د غور ولايت په تيوري ولسوالۍ كې يو پخوانى جهادي قواماندان د ناپېژاندو وسله والو لخوا ووژل شو.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته د ټليفون په كرښه وويل، چې ياد قوماندان پخپل كور كې د ناپېژاندو وسله الو لخوا لومړى سخت ټپي شو، خو روغتون تر وړولو څو ساعته وروسته يې ساه وركړه.
دخطيبي په وينا، ياد قوماندان حاجې عبدالحق نومېده او د حزب اسلامي غړى و.
نوموړي زياته كړه، تر اوسه د دې پېښې په تور څوك نه دي نيول شوي، خو د پوليسو لخوا يې پلټنه روانه ده.
د دغه قوماندان د وژلو پړه لا تر دې دمه چا پرغاړه نه ده اخيستې.
تيوره ولسوالۍ د غور ولايت يو له ناامنو ولسواليو څخه شمېرل كېږي، چې ځينې وخت ترې د داسې پېښو خبرونه اورېدل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


