ads

په خوږياڼو كې د افغان ځواكونه پر جنازو بنديز

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې ديني عالمان د وسله والو طالبانو د ګواښ له وېرې د ملي اردو او ملي پوليسو د وژل شويو سرتېرو جنازې نه شي کولاى. د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې ديني عالمان د وسله والو طالبانو د ګواښ له وېرې د ملي اردو او ملي پوليسو د وژل شويو […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1389

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې ديني عالمان د وسله والو طالبانو د ګواښ له وېرې د ملي اردو او ملي پوليسو د وژل شويو سرتېرو جنازې نه شي کولاى.

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې ديني عالمان د وسله والو طالبانو د ګواښ له وېرې د ملي اردو او ملي پوليسو د وژل شويو سرتېرو جنازې نه شي کولاى.

يو شمېر ديني عالمانو کليد ته په نارسمي خبرو کې د دې ګواښ په تائيد سره وويل، چې له وېرې په دې اړه مرکې نه شي کولاى.

د خوږياڼو ولسوال حاجي محمد حسن هم کليد سره مرکه کې د طالبانو لخوا د ديني عالمانو ګواښنه ومنله، خو ويې ويل، چې دا ګواښ يوازې په خوږياڼو نه بلکې د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې شوى.

د يادې سيمې يو استوګن د نوم نه ښودلو په شرط بيا کليد ته وويل، چې څه موده وړاندې د يوه افغان سرتېري د جنازې له کبله طالبانو د يوه ملا غوږ هم پرې کړى و.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم له ناڅرګند ځايه کليد ته په ټليفون دا ومنله، چې وسله والو ملګرو يې د افغان ځواکونو پر جنازو بنديز لګولى.

د خوږياڼو ولسوالي، چې د ننګرهار يوه له نسبتاً ناارامو سيمو څخه ده، له وروستيو راهيسې ترې د دې ګواښونو ترڅنګ د يو شمېر نورو ناامنيو خبرونه هم ډېر راځي.

دا سيمه، چې پخوا يې وضعيت داسې نه و، ځايي خلک يې ځان سره د دولت د مرستندويو ژمنو نه پوره کېدل او دغه راز  پکې د بهرنيو ځواکونو خپلسري عمليات د ناامنيو لاملونه ګڼي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA