د نورستان چارواکو بيا پر برګمټال ولسوالۍ د پاکستاني وسله والو طالبانو د بريد او پکې د دغو وسله والو د درېيو تنو د وژل کېدو ترڅنګ د يوه افغان پوليس دټپي کېدو خبرورکړ.
د نورستان چارواکو بيا پر برګمټال ولسوالۍ د پاکستاني وسله والو طالبانو د بريد او پکې د دغو وسله والو د درېيو تنو د وژل کېدو ترڅنګ د يوه افغان پوليس دټپي کېدو خبرورکړ.
د نورستان امنيې قومندان جنرال محمد قسيم پيمان کليد ته وويل چې د تېرې شپې له اتو بجو وروسته تر يوولس نېمو بجو له څلورو غاړو پاکستاني وسله والو د برګمټال ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ، چې د هغه په ويناد پوليسو له کلک غبرګون سره مخ شول.
امنيې قومندان د تېرې شپې جګړه کې د يوه طالب سرګروپ په ګډون د درېيو پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا كوي، خو دامني، چې د دوى يو پوليس هم پكې ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو بايد وويل شي، چې تېره ورځ د نورستان والي رسنيو ته پر دې ولسوالۍ د جګړې د پاى ته رسېدو خبره کړې وه.
برګمټال، چې له اوسني پاکستان سره شاوخوا دوه نېم سوه کيلومتره ګډه پوله لري، د تازه بريدونو پرې شاوخوا يوه اونۍ کېږي، خو لا هم مرکزي حکومت تربيا، بيا غوښتنو وروسته دې سيمې ته د ملي اردو ځواکونه نه دي لېږلي.
د نورستان دا ولسوالي چې لږه موده مخکې او دغه راز تېرکال تر ورته بريدونو وروسته وسله والو طالبانو نيولې وه، يو شمېر خلک ورته د مرکزي حکومت نه پاملرنه هېواد ته زيانمونکې او د اندېښنې وړګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


