په هلمند کي امنتي چارواکو د دولت د دوه مخاليفينو د نيولو او يوه ماين د شنډولو خبر ورکړ. په هملند ولايت کې د ملي امينت يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې په رسينو کې ياد شي وويل،
په هلمند کي امنتي چارواکو د دولت د دوه مخاليفينو د نيولو او يوه ماين د شنډولو خبر ورکړ.
په هملند ولايت کې د ملي امينت يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې په رسينو کې ياد شي وويل، چې په تېرو دريو ورځوکې يې د يو لړ ترسره شويو عملياتو پر مهال اته ميله وسله او درې حلقې ماينونه د ياد ولايت په مركز او يو شمېر ولسواليو كې نيولي دي.
د سرچني په وينا، له دوه ميله وسلو سره، چې د ګرېشک ولسوالۍ د مالګير په سيمه کې نيول شوې وې، دوه تنه هم نيولي دي، خو د پاتې شپږو ميله وسلو په تور تردې دمه څوک ندي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د ملي امينت دغه سر چينه وايې، چې درې ماينونه يې هم وړاندې تر چاودلو د ښار په بېلابېلو برخو کې نيولي دي، چې يو يې هم دا نن د دوشنبي په ورځ د ګازو بازار په ګڼه ګوڼه کي کشف او له منځه يوړل شو.
د ګازو هټيوال وايې، که د ياد ماين د چاودلو مخنوى نه واى شوى ډير ملکي وګړي به يې وژلي او ټپي کړي واى.
د يادولو وړه ده، چې تېره اونۍ هم پوليسو درې عرادې موټر سايکلې وړاندې تر دې، چې چاودنه رامنځته کړي له يوه تن سره د ښار په بېلابېلو برخو کې نيولې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


