ads

فراه كې د طالبانو او ګډو ځواكونو ترمنځ نښته

په فراه ولايت كې د تېرې شپې راهيسې د وسله والو طالبانو او ګډو ځواكونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. دغه خبره د ياد ولايت د امنيه قوماندان محمد فقير عسكر كليد ته د ټليفون پر ليكه وكړه او ويې ويل، چې دغه نښته د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ په سرو اوبو سيمه […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1389

په فراه ولايت كې د تېرې شپې راهيسې د وسله والو طالبانو او ګډو ځواكونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. دغه خبره د ياد ولايت د امنيه قوماندان محمد فقير عسكر كليد ته د ټليفون پر ليكه وكړه او ويې ويل، چې دغه نښته د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ په سرو اوبو سيمه كې پيل شوې، تر دا دمه دوام لري.

 

په فراه ولايت كې د تېرې شپې راهيسې د وسله والو طالبانو او ګډو ځواكونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

دغه خبره د ياد ولايت د امنيه قوماندان محمد فقير عسكر كليد ته د ټليفون پر ليكه وكړه او ويې ويل، چې دغه نښته د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ په سرو اوبو سيمه كې پيل شوې، تر دا دمه دوام لري.

عسكر زياته كړه، په دې نښته كې د ملي اردو ا و پوليس ترڅنګ بهرني سرتيره هم برخه لري، چې په وينا يې، هليكوپترې يې د هوا له لارې مرسته كوي.

نوموړي په جګړه كې دواړو غاړو ته اوښتى زيان په ګوته نه كړ، خو ځايي خلك وايي، چې سخته جګړه روانه ده او دواړه لوري، پكې درې وسلې كاروي.

د طالب وسله والو وينا ذبيح الله مجاهد په جګړه كې د ۲۰ كورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژل كېدو ادعا كوي، چې د دولتي چارواكو لخوا په كلكه رد وې ده.

دغه بريد په داسې حال كې ترسره كېږي، چې تېره شپه هم وسله والو طالبانو د فراه ولايت په څلورو ولسواليو بريد وكړ او كله چې دوى د ولسواليو په لور ورغلل، نو طالبان ددغه ولايت پر مركزي زندان بريد وكړ په ترڅ كې يې يو شمېر سياسي بنديان په تېښته بريالي شول.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA