په کندهار ښار کې نن سهار د پوليسو پر يوه موټر د چاودنې له امله دوه پوليس او يو عام وګړى ووژل شول. د ياد ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي رسنيو ته په خبرو كې د پېښې پخلى وكړ او ويې ويل، چې چاودنه د سهار په اته نيمو بجو وشوه.
په کندهار ښار کې نن سهار د پوليسو پر يوه موټر د چاودنې له امله دوه پوليس او يو عام وګړى ووژل شول.
د ياد ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي رسنيو ته په خبرو كې د پېښې پخلى وكړ او ويې ويل، چې چاودنه د سهار په اته نيمو بجو وشوه.
هغه زياته کړه، د پوليسو يو رېنجر موټر، چې د ښار پر لور روان و، د ده خواجه په سيمه کې پرې د سړک د غاړې ماين وچاودېد.
د نوموړي په وينا، د چاودنې له امله دوه پوليس او يو عام وګړى، چې پر لاره روان و، ووژل شول او يوه مېرمنه او يو پوليس ټپيان شوي دي.
ځاځي وويل، چې ټپيان روغتون ته وړل شوي او د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي .
طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې نن سهار يې په کندهار ښار کې دوې چاودنې کړې، چې له امله يې نهه پوليس وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې ناامني زياته شوې ده، چې د چاودنو ترڅنګ د قومي مشرانو او دولتي مامورينو د ترور پېښې هم رامنځته شوې دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


