ads

پر روداتو او بټي كوټ ولسواليو وسله وال بريد

وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار پر روداتو او بټي کوټ  ولسواليو مخامخ بريدونه کړي، چې چارواکي وايي کوم زيان يې نه دى رامنځته کړى.     وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار پر روداتو او بټي کوټ  ولسواليو مخامخ بريدونه کړي، چې چارواکي وايي کوم زيان يې نه دى رامنځته کړى. د […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1389

وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار پر روداتو او بټي کوټ  ولسواليو مخامخ بريدونه کړي، چې چارواکي وايي کوم زيان يې نه دى رامنځته کړى.

 

 

وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار پر روداتو او بټي کوټ  ولسواليو مخامخ بريدونه کړي، چې چارواکي وايي کوم زيان يې نه دى رامنځته کړى.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور کليد ته د دې بريدونو د پخلي ترڅنګ دا هم ومنله، چې نن سهار د جلال اباد پر حلقوي سړک  د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان طالبانو چاودنه هم کړې، خو  په وينا يې دا درې واړه پېښې کوم ځاني او مالي تلفات نه لري.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته له ناڅرګند ځايه په ټليفون دعوه وکړه، چې پر روداتو ولسوالۍ بريد کې يې درې امنيتي پوستې نيولي او د نهو ساتونکو د وژلو په خوا کې يې پينځه نور ټپيان کړي هم دي.

مجاهد پر بټي کوټ ولسوالۍ بريد کې هم  د مرګ، ژوبلې دعوه وکړه او د جلال اباد پرحلقوي سړک د ايتلاف پر کاروان بريد کې يې له هويت ښودنې پرته د دوو سرتېرو د وژلو وويل، خو چارواکي بيا دا دعوې ټولې ناسمې بولي.

د ننګرهار د وروستيو ناامنيو په ترڅ کې له څه مودې راهيسې پر يو شمېر نورو ولسواليو هم بريدونه شوي وو، خو د وروستيو دغو توپېر يې دادى، چې دا ځل په يوه شپه دوه ولسوالۍ تر بريد لاندې راغلي.

د دې ولايت امنيتي چارواکي سره له دې، چې پرخپلو دندو د پوره برياليتوب دعوې کوي، خو يو شمېر ځايي خلک يې خپلو دندو کې پاتې ګڼي او وايي  په دې پخوا سوله ييز ولايت کې ډېرې شوې پېښې يې د دعوې ښکاره بېلګې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA