ads

كابل كې پر بهرنيو ځواكونو ځانمرګى بريد

د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې د څلورمو او درېمو مكرويانو ترمنځ شينوزاده روغتون ته څېرمه نن غرمه مهال پر بهرنيو ځواكونو ځانمرگى بريد وشو، چې په سيمه كې د عيني شاهدانو په وينا كڼو خلكو ته پكې مرګ ژوبله واوښته. د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې د څلورمو او درېمو مكرويانو ترمنځ […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1389

د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې د څلورمو او درېمو مكرويانو ترمنځ شينوزاده روغتون ته څېرمه نن غرمه مهال پر بهرنيو ځواكونو ځانمرگى بريد وشو، چې په سيمه كې د عيني شاهدانو په وينا كڼو خلكو ته پكې مرګ ژوبله واوښته.

د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې د څلورمو او درېمو مكرويانو ترمنځ شينوزاده روغتون ته څېرمه نن غرمه مهال پر بهرنيو ځواكونو ځانمرگى بريد وشو، چې په سيمه كې د عيني شاهدانو په وينا كڼو خلكو ته پكې مرګ ژوبله واوښته.

د دوى په وينا د بريد هدف بهرني ځواكونه وو.

خو د كابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئيس عبدالغفار سيد زاده كليد ته وويل، چې په دغه پېښه كې دوه ملكي وګړي، مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي دي، چې په وينا يې ټپيان هم له څېرمې ملكي وګړي وو.

دغه بريد په داسې حال كې تر سره كېږي، چې تمه ده څو ورځې وروسته په كابل ښار كې  يو نړيوال كنفرانس جوړ شي، چې پكې به د ملګرو ملتونو ۶۴ غړي هېوادنه ګډون وكړي.

د بريد پړه تر اوسه كومې وسله والې ډلې نه ده اخيستې او نه هم په دې اړه بهرنيو ځواكونه څه ويلي دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA