ads

د فراه له مركزي زندان څخه ۱۴ تنه وتښتېدل

د فراه ولايت له مركزي زندان څخه تېره شپه ۱۴ تنه بنديان هغه مهال وتښتېدل، چې وسله والو طالبانو په ياد زندان بمي بريد وكړ. د فراه ولايت د والي مرستيال محمد يونس رسولي كليد ته وويل،       د فراه ولايت له مركزي زندان څخه تېره شپه ۱۴ تنه بنديان هغه مهال وتښتېدل، […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1389
د فراه له مركزي زندان څخه ۱۴ تنه وتښتېدل

د فراه ولايت له مركزي زندان څخه تېره شپه ۱۴ تنه بنديان هغه مهال وتښتېدل، چې وسله والو طالبانو په ياد زندان بمي بريد وكړ. د فراه ولايت د والي مرستيال محمد يونس رسولي كليد ته وويل،

 

 

 

د فراه ولايت له مركزي زندان څخه تېره شپه ۱۴ تنه بنديان هغه مهال وتښتېدل، چې وسله والو طالبانو په ياد زندان بمي بريد وكړ.

د فراه ولايت د والي مرستيال محمد يونس رسولي كليد ته وويل، چې تېره شپه دوې بجې دېرشو وسله والو طالبانو لومړى د فراه ولايت په ښار كې  پرڅلورو امنيتي پوستو وسلوال بريد وكړ او وروسته يې د ياد زندان يو دېوال په بمونو ونړاوه.

د نوموړي په وينا، د دېوال له نړېدو سره سم شلو بنديانو د تيښتې هڅه وكړه، چې ۱۴ تنه يي په تېښته بريالي شول او شپږ نور يي د ملي اردو لخوا ونيول شول.

رسولي زياته كړه، اوس مهال وضعيت تر كنترول لاندې دى او امنيتي ځواكونو د تښتېدلو بنديانو د پيدا كولو په لټه كې دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت په خپله غاړه اخيستى دى.

د يادولو وړ ده، چې  له  دې وړاندې هم په نوموړي زندان باندې ورته بريد  شوى و او يو شمېر بنديان  تر په تېښه بريالي شوي وو.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA