د ننګرهار د څلورو ولسواليو اود کونړ او نورستان ولايتونو خلک په دوو ځانمرګو بريدونو کې د بهسودو پله د زيانمنيدو له امله په سيمو کې يې د خوراکي توکيو د بيو له لوړوالي د شکايت ترڅنګ پر حکومتي ادارو دې ستونزې ته د نه پاملرنې له امله نيوكې كوي.

دا خلک وايي پر دې پله د لويو موټرو د تګ،راتګ بنديز يې په سيمو کې د لومړنيو اړتياوو بيې په دې جګې کړي، چې دا اړتياوې يې له جلال اباده پوره کېدې او اوس، چې په لرې لارو دا اکمالات کوي، خورا ستونزو سره مخ دي.
دا خلک دغه راز د دې پله رغونې د پڅ بهير له امله د ننګرهار پر چارواکو نيوکې كوي.
بلخوا د ننګرهار د فوايد عامې رېس انجينرمحمدعارف د خلکو د ستونزو په تائيد کليد ته وويل، چې د بهسودو پله رغول يې پيل کړي.
دا چارواکى وايي، چې د بهسودو اوسنى پول تر رغيدو وروسته هم د خلکو اړتياوې نه ځوابوي او له دې امله ترڅنګه يې د بل پله د جوړيدو اړتيا ډېره ده.
بهسودو پول، چې پکې له دويم ځانمرګي بريده تر اونۍ ډېرې ورځې کېږي، خو چارواکو له ژمنو سره، سره لا هم د دغه پول د رغونې کار نه دى پيل کړى.
په بهسودو پله كې د شويو ځانمرګو بريدونو په ترڅ كې ولسي خلکو ته مرګ، ژوبله هم اوښتې وه، چې له امله يې وسله وال طالبان هم د خلکو نيوکو لاندې راغلي وو
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ