ads

ترافيكي پېښې كې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په ننګرهار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ديارلس نور ټپيان شول. د دې ولايت  د ترافيکو مديرغلام دستګير رحيمي کليد ته وويل، چې پېښه نن سهار د جلال اباد په رېنګ روډ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې له تورخمه کابل ته يو تلونکى ډاټسن او له کابله […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1389

په ننګرهار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ديارلس نور ټپيان شول. د دې ولايت  د ترافيکو مديرغلام دستګير رحيمي کليد ته وويل، چې پېښه نن سهار د جلال اباد په رېنګ روډ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې له تورخمه کابل ته يو تلونکى ډاټسن او له کابله تلونکى کاسټر موټر سره وجنګېدل.

 

په ننګرهار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ديارلس نور ټپيان شول.

د دې ولايت  د ترافيکو مديرغلام دستګير رحيمي کليد ته وويل، چې پېښه نن سهار د جلال اباد په رېنګ روډ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې له تورخمه کابل ته يو تلونکى ډاټسن او له کابله تلونکى کاسټر موټر سره وجنګېدل.

د هغه په وينا پېښې دوه ولسي وګړي پكې وژل شوي او ديارلس نور يې ټپيان دي، چې په وينا يې د ټپيانو روغتيا ښه ده.

د ترافيکو مدير د پېښې په اړه نور جزيات ورنکړل، خو بايد وويل شي، چې دا له ورستيو راهيسې په ننګرهار کې يوه له مودو وروسته مرګونې ترافيکي پېښه ده.

دلته د رامنځته شوو دې راز پېښو علت يو شمېر خلک د ترافيکي پرسونل کموالى او  په جلال اباد کې د نفوسو ډېروالى په ګوته كوي، چې د دوى په وينا ښايي په وروستۍ پېښه کې ياد علتونه هم ونډه ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA