ads

برګمټال كې د افغان ځواكونو او طالبانو ترمنځ نښته

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې يوځل بيا پرون ناوخته د وسله والو طالبانو او ځايي پوليسو ترمنځ درنه جګړه شوې، چې دواړو غاړو ته پكې مرګ ژوبله اوښتې. د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې يوځل بيا پرون ناوخته د وسله والو طالبانو او ځايي پوليسو ترمنځ درنه جګړه شوې، چې دواړو غاړو ته پكې […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1389

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې يوځل بيا پرون ناوخته د وسله والو طالبانو او ځايي پوليسو ترمنځ درنه جګړه شوې، چې دواړو غاړو ته پكې مرګ ژوبله اوښتې.

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې يوځل بيا پرون ناوخته د وسله والو طالبانو او ځايي پوليسو ترمنځ درنه جګړه شوې، چې دواړو غاړو ته پكې مرګ ژوبله اوښتې.

د نورستان والي جمال الدين بدر کليد ته وويل، چې جګړه پرون مازيګر پينځه بجې پيل شوې او پکې د لسو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دولسو نورو د ټپي کېدو ترڅنګ شپږ پوليس ټپيان دي.

بدر، چې جنګيدونکي ډېرى طالبان پاکستانيان ګڼي، وايي دوى تازه مرستې او وسلې ترلاسه کړي، خو ورسره د افغان پوليسو د جګړې مورال هم لوړ دى.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان جنرال محمد زمان مموزي هم کليد ته د جګړې او پکې د شپږو پوليسو د ټپي کېدو تاييد وکړ، خو دعوه يې وکړه، چې د وسله والو طالبانو يوولس مړي د جګړې ځاى کې پاتې دي او اولس نور يې ټپيان دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته وويل، چې برګمټال ولسوالي يې له پرون مازېګر راهيسې دولتي غاړې ته تر درنو تلفاتو وروسته نيولې.

مجاهد د يوه وسله وال طالب د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو پخلى وكړ.

د نورستان د ولايتي شورا رئېس عنايت الله مذهبيارهم کليد ته پربرګمټال د درنې جګړې د تائيد ترڅنګ د دې ولسوالۍ سقوط رد کړ، خو ويې ويل که هلته افغان حکومت ژر نور ځواکونه وانه ستوي نو ښايي دا سيمه يې بيا له لاسه ووځي.

برګمټال، چې څو مياشتې وړاندې هم د تېر کال په څېر څو ورځې وسله والو طالبانو نيولې و، چارواکي د بريدونو لامل پرې هلته د افغان ځواکونو کموالى او دې کارته د مرکزي حکومت نه پاملرنه ګڼي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA