د ناټو چارواكي وايي، چې پرون يې د هېواد په جنوب کې دوه سرتيري د بمي چاودونو په ترڅ ووژل شول. دغه څرګندونې يادو ځواكونو په يوې اعلاميې كې كړې وې، خو د وژل شويو سرتېرو د هويت په اړه پكې څه نه و ويل شوي.
د ناټو چارواكي وايي، چې پرون يې د هېواد په جنوب کې دوه سرتيري د بمي چاودونو په ترڅ ووژل شول.
دغه څرګندونې يادو ځواكونو په يوې اعلاميې كې كړې وې، خو د وژل شويو سرتېرو د هويت په اړه پكې څه نه و ويل شوي.
په دې وروستيو مياشتو کې طالبانو او نورو وسله والو په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پر وړاندې حملو ته زور ورکړى دى.
په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې د ناټو ځواکونو شاوخوا پنځلس سرتيري ووژل شول.
په دوه زره يوم کال کې، د طالبانو د رژيم ترنسکورېدو وروسته جون او جولاى د ناټو لپاره مرګونې مياشتې وې، چې په افغانستان کې يې له سلو زيات سرتيري ووژل شول
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


