ads

پر برګيمټال د وسله والو مخالفينو بريد

د نورستان چارواکي د دې ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د اوو وسله والو طالبانو او افغان پوليسو د مرګ، ژوبلې خبر ورکوي. د دې ولايت امنيې قومندن جنرال محمد قسيم پيمان کليد ته وويل     د نورستان چارواکي د دې ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د اوو وسله والو طالبانو او افغان پوليسو […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1389
پر برګيمټال د وسله والو مخالفينو بريد

د نورستان چارواکي د دې ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د اوو وسله والو طالبانو او افغان پوليسو د مرګ، ژوبلې خبر ورکوي. د دې ولايت امنيې قومندن جنرال محمد قسيم پيمان کليد ته وويل

 

 

د نورستان چارواکي د دې ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د اوو وسله والو طالبانو او افغان پوليسو د مرګ، ژوبلې خبر ورکوي.

د دې ولايت امنيې قومندن جنرال محمد قسيم پيمان کليد ته وويل، چې شاوخوا اوه سوه وسله والو طالبانو، چې ډېرى يې پاکستانيان دي، نن سهار څلوربجې بياد برګمټال ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ .

هغه له دې امله شوې جګړه کې د دوو پوليسو ټپي کېدل مني او وايي درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.

د نورستان امنيې قومندان دغه راز کليد ته وويل، چې لا ورته ملي د فاع وزارت تر څو ورځينيو غوښتنو وروسته هم د برګمټال ساتنې ته ځواکونه نه دي استولي.

وسله والو طالبانو لا د افغان چارواکو پر دې دعوې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

برګمټال، چې د خيبر پښتونخوا له باجوړ سيمې سره په لنډه پوله پرته ولسوالي ده، سږ کال هم د تېر کال په شان يو ځل وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره له افغان حکومته نيولې وه.

د ځينو په اند که دې سيمې ته بيا ژر افغان حکومت ځواکونه ډېر نه کړي، نو ښايي بيا طالبان د يوه ورته لاسته راوړنې لرونکي اوسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA