له يوې نظرپوښتنې سره سم، چې د جمعې په ورځ يې پايلې خپرې شوې ناټو ځواکونه د افغانانو د زړونو په خپلولو کې پاتې راغلي دي. په دې نظرپوښتنه کې ډېرى خلکو د بهرنيو ځواکونو په باب منفي نظر څرګند کړى او ويلي يې دي، چې طالبان دې د افغانستان له حکومت سره لاس يوکړي.
له يوې نظرپوښتنې سره سم، چې د جمعې په ورځ يې پايلې خپرې شوې ناټو ځواکونه د افغانانو د زړونو په خپلولو کې پاتې راغلي دي.
په دې نظرپوښتنه کې ډېرى خلکو د بهرنيو ځواکونو په باب منفي نظر څرګند کړى او ويلي يې دي، چې طالبان دې د افغانستان له حکومت سره لاس يوکړي.
په دې نظرپوښتنه کې، چې د امنيت او پرمختګ د نړيوالې شورا(ICOS) له لوري شوې په سلو کې ۵۵ افغانانو ويلي، چې د دوي په باور افغان او ناټو ځواکونه به د طالبانو په وړاندې جګړه وګټي.
دا سروې يا نظرپوښتنه په کندهار او هلمند کې له ۵۵۲ تنو څخه د پوښتنو پراساس شوې.
دا دوه ولايتونه د افغانستان ترټولو ناکرار ولايتونه دي او وسله وال طالبان پکې زيات فعاليت لري.
په نظر پوښتنه کې په سلو کې کې ۷۵ افغانان باور لري، چې بهرني ځواکونه د دوي ديني او ملي دودونو ته درناوي نه لري.
په سلو کې ۷۴ ويلي د دوي په باور له بهرنيو ځواکونو سره همکاري ناسم کار دى.
په سلو کې ۶۸ افغانانو ويلي، چې د دوي په باور ناټو ځواکونه دوي نه شي ساتلي .په سلو کې ۶۵ ويلي چې د دوى په باور طالبان او د دوى مشر ملامحمد عمر بايد د افغانستان له حکومت سره ملګرى شي.
په سلو کې اويا پوښتل شويو ويلي، چې د دوي په سيمو کې پوځي عمليات د افغانانو لپاره بد و او په سلو کې ۵۹ نورو په کندهار کې د ناټو ځواکونو له لوري د عملياتو له پيلولو سره مخالفت کړى دى.
ترټولو په زړه پورې خبره دا ده، چې په سلو کې ۶۴ تنو پوښتل شويو ويلي، چې د دوي په سيمو کې دولتي مامورين او چارواکي له طالبانو سره اړيکې لري او لوى اکثريت په دې باور وو، چې هم دولتي چارواکي او هم طالبان له مخدرو موادو ډېرې پيسې ترلاسه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


