د پاکستان د استخباراتي ادارې( آى ايس آى) مخکيني مشر متقاعد جنرال حميد گل ادعا کړې ده، چې په کندهار کې د ناټو پيليدونکي پوځي عمليات د پاکستان پريکړو ته ايسار دي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې( آى ايس آى) مخکيني مشر متقاعد جنرال حميد گل ادعا کړې ده، چې په کندهار کې د ناټو پيليدونکي پوځي عمليات د پاکستان پريکړو ته ايسار دي.
حميد گل وويل، واشنگټن له اسلام اباده غوښتي، چې په شمالي وزيرستان کې عمليات وکړي، چې له هغې وروسته په کندهار کې پوځي عمليات وشي.
دغه پخواني جنرال دا ونه ويل، چې ولې امريکا په شمالي وزيرستان کې عمليات د کندهار د چارو لپاره مهم بولي.
د پاکستان له يوه خصوصي تلويزيون (اې ار واى) سره په خبرو کې حميد گل دا ادعا هم وکړه، چې گواکې ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او اوس کابل د پاکستان لپاره تياره شوې ډوډۍ ده، چې د ده په وينا، بايد وخوړل شي.
جنرال حميد گل وويل، پاکستان پلوي وسله وال طالبان بريالي دي او راتلونکى حکومت به په افغانستان کې د دوى وي، چې د ده په وينا د پاکستان خواخوږي دي.
حميد گل د جلال الدين حقاني ننگه هم وکړه او ويې ويل، چې حقاني د پاکستان خوږ ملگرى دى او د پاکستان پر ضد هېڅ ډول بد نظر نه لري.
په حيرانونکې توگه د (آى اېس آى) دغه مخکيني مشر د القاعدې مشهوره خبره تکرار کړه، چې وايي ساعت د امريکا په لاس کې دى، خو وخت له دوى سره دى .
حميد گل ويل، چې وخت له پاکستان سره دى او پاکستان انتظار دى، چې امريکا ماته خوړلې ووځي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


