چارواکي وايي، تېره ورځ په لښکرګاه د ځايي پوليسو لخوا دري عراده موټرسايکلونه، چې له چاوديدونکو څخه ډک له يو تن تورن کس سره نيولي دي.
چارواکي وايي، تېره ورځ په لښکرګاه د ځايي پوليسو لخوا دري عراده موټرسايکلونه، چې له چاوديدونکو څخه ډک له يو تن تورن کس سره نيولي دي.
د هلمند امينه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګار كليد ته وويل، چي د دولت مخاليفينو په دغو موټر سايکلونو کي چاوديدونکو توکي ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل يې چې په دولتي او بهرنيو ځواکونو چاودنې وکړي.
قوماندان زياته کړه، پوليسو په اړه له وړاندي نه اطلاعات تر لاسه کړي وو، چې په تور يې يو تورن کس نيولى شو او د نورو د پيدا کولو لپاره پلټنې روانې دي.
نوموړى وايي، چې پوليس اوس مهال مسلکي شوي او کولاى شي، چې د هر ډول امنيتي او نورو ناوړو پېښو مخه ونيسي.
امنتي چارواکي په داسي حال د پوليسو د لاسته راوړنو خبر ورکوي، چې د چهار شنبي په ور ځ په لښکرګاه کې د پوليسو له روزنيز مرکز څخه شاخوا دوه سوه پوليس فارغ او بيلابيلو سيمو ته د دندو لپاره واستول شول.
چارواکي وايې، چې په لښکرګاه کې د پوليسو روزنيز مرکز شاوخوا نهه مياشتې وړاندې جوړ شوى او تردا مهاله يې ټول ټال ١١سوه پوليس روزلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


