ads

د جلال اباد پر هوايي ډګر د توغنديو بريد

د جلال اباد هوايي ډګر  پر لور  تېره شپه بيادوه توغندي توغول شوي، چې چارواکي وايي پر ولسي سيمو لګېدلي او کوم تلفات نه لري. د دې هوايي ډګر افغان قومندان ډګروال جهانګير عظيمي کليد سره په خبرو كې د پېښې پخلى وكړ، خو وخت او ځاى يې په ګوته نه كړ. د جلال اباد […]

نویسنده: TKG
24 چنګاښ 1389

د جلال اباد هوايي ډګر  پر لور  تېره شپه بيادوه توغندي توغول شوي، چې چارواکي وايي پر ولسي سيمو لګېدلي او کوم تلفات نه لري. د دې هوايي ډګر افغان قومندان ډګروال جهانګير عظيمي کليد سره په خبرو كې د پېښې پخلى وكړ، خو وخت او ځاى يې په ګوته نه كړ.

د جلال اباد هوايي ډګر  پر لور  تېره شپه بيادوه توغندي توغول شوي، چې چارواکي وايي پر ولسي سيمو لګېدلي او کوم تلفات نه لري.

د دې هوايي ډګر افغان قومندان ډګروال جهانګير عظيمي کليد سره په خبرو كې د پېښې پخلى وكړ، خو وخت او ځاى يې په ګوته نه كړ.

عظيمي زياته كړه، دا توغندي د جلال اباد له جنوبي غاړې، خالص فاميليو څخه توغول شوي، چې په وينا يې، توغنديو چاودنه نه ده کړې او لا پرې په نښه شوې سيمه هم نه ده جوته شوې ،خو ګومان کوي چې پر کوم ولسي ځاى به لګېدلي وي.

بلخوا د وسله والو  طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه کليد ته په ټليفون وويل، چې د تېرې شپې پر اتو بجو يې ملګرو هوايي ډګر په يوه توغندي وېشتى او بهرنيو ځواکونو ته يې پکې درنه مرګ، ژوبله اړولې ده.

جلال اباد هوايي ډګر له هماغو څو کلونو راهيسې، چې ملکي الوتنې پکې بندې شوي او يوازې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو درېيمه پوځي اډه ګڼل شوې، په اونۍ دوو کې خامخا پرې ورته توغندي توغول كېږي، چې ډېر ځله پر نادولتي سيمو لګېدلي او ولسي خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي.

دې هوايي ډګر او پوځي اډې ته په لنډ واټن يو شمېر کورنۍ د همدې زيان له وېرې خپلې مېنې هم پرېښي او پاتې نور يې لا د ډار چاپېريال کې شپې تېروي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA