ads

په تخار ولايت كې آمو سيند له خپلو پولو واوښت

په تخار ولايت کې د امو سيند د اوبو د کچې لوړوالي له امله سلګونه کورونه اوزرګونه جريبه کرنييزه ځمکه ويجاړه شوه. د تخار د والې وياند فيض محمد توحيدي په دې اړه كليد ته وويل، چې د تېرو دريو ورځو راهيسې د امو سيند د اوبو کچه لوړه شوې، چې له کبله يې د […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1389
په تخار ولايت كې آمو سيند له خپلو پولو واوښت

په تخار ولايت کې د امو سيند د اوبو د کچې لوړوالي له امله سلګونه کورونه اوزرګونه جريبه کرنييزه ځمکه ويجاړه شوه. د تخار د والې وياند فيض محمد توحيدي په دې اړه كليد ته وويل، چې د تېرو دريو ورځو راهيسې د امو سيند د اوبو کچه لوړه شوې، چې له کبله يې د

 

په تخار ولايت کې د امو سيند د اوبو د کچې لوړوالي له امله سلګونه کورونه اوزرګونه جريبه کرنييزه ځمکه ويجاړه شوه.

د تخار د والې وياند فيض محمد توحيدي په دې اړه كليد ته وويل، چې د تېرو دريو ورځو راهيسې د امو سيند د اوبو کچه لوړه شوې، چې له کبله يې د تخار ولايت د  درقدولسوالۍ خلکو ته پراخ مالې زيانونه ور اوښتې دي.

توحيدي زياته کړه، په درقد کې ۴۰۰ کورونه، ۲۰۰۰ جريبه کرنييزه ځمکه، يو کلينيک او يو شمېر جوماتونه او مدرسې ويجاړې شوي دي.

د يو بل خبر له مخې د تخار والي وياند ادعا کوي، چې تېره شپه د وسلوالو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې، چې په پايله کې د هغه په وينا د طالبانو يو قوماندان محمود وژل شوى دى.

خوهغه د نښتې ځاى په اړه څه ونه ويل او نه هم تر اوسه طالبانو په دې اړه خپل غبرګون څرګند کړى.

د اموسيند او به په داسې حال کې لوړيږي، چې نږدې يوه مياشت وړاندې د سختو اورښتونو له امله په ياد ولايت كې د۶ تنو د وژل کېدو ترڅنګ سلګونه خلکو ته مالې تاوانونه اوښتې وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA