په نورستان کې چارواکي له ګاونډي هېواد پاکستانه د دې ولايت برګمټال ولسوالۍ ته د شاوخوا اوه سوه وسله والو طالبانو د اوښتو او افغان پوليسو سره يې د درنې جګړې خبرورکوي.
په نورستان کې چارواکي له ګاونډي هېواد پاکستانه د دې ولايت برګمټال ولسوالۍ ته د شاوخوا اوه سوه وسله والو طالبانو د اوښتو او افغان پوليسو سره يې د درنې جګړې خبرورکوي.
د نورستان والي جمال الدين بدر کليد ته وويل د طالبانو د را اوښتو دوه ورځې کېږي، او په درنو وسلو سمبال دي.
د والي په وينا، تېره شپه په برګمټال کې د سرحدي پوليسو او بريد ګرو ترمنځ درنه جګړه هم شوې، چې دوه سرحدي پوليس پکې وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.
بدر د دې ترڅنګ چې له شمېر ښودنې پرته يې د ګڼو وسله والو طالبانو د وژنې دعوه وکړه، وويل له ملي دفاع وزارته يې د هغوى د ځپلو لپاره د ملي اردو سرتېري غوښتي چې ښايي ژر ور واستول شي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد وويل، چې د جګړې ډېرمعلومات ورسره نشته، خو دا نه مني، چې طالبان له پاکستانه جګړې ته راغلي.
هغه د نورستان د والي خبرې په دې اړه تبليغات وګڼل او ويې ويل هملته سيمه کې شته افغاني طالبانو به دا جګړه سمباله کړې وي.
برګمټال، چې يوازې په لږه کچه سرحدي پوليس پکې مېشت دي، څو مياشتې وړاندې هم د تېر کال په شان د څو ورځو لپاره وسله والو طالبانو، چې چارواکو پاکستانيان ګڼل نيولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


