ads

كندهار كې پر ملي پوليسو وسله وال بريد

د کندهار ښار اړوند د اتمې حوزې اړوند دعامه نظم د پوليسو پر مرکز باندې تېره شپه شاوخوا نهه بجې يو وسله وال بريد شوى، چې له كبله يې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې. د کندهار ښار اړوند د اتمې حوزې اړوند دعامه نظم د پوليسو پر مرکز باندې تېره شپه شاوخوا نهه بجې […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1389

د کندهار ښار اړوند د اتمې حوزې اړوند دعامه نظم د پوليسو پر مرکز باندې تېره شپه شاوخوا نهه بجې يو وسله وال بريد شوى، چې له كبله يې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار ښار اړوند د اتمې حوزې اړوند دعامه نظم د پوليسو پر مرکز باندې تېره شپه شاوخوا نهه بجې يو وسله وال بريد شوى، چې له كبله يې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د يادي پېښي په اړه د کندهار د امنيت امر سمونوال فضل احمد شيرزاد وايي، چي پر پوځي مرکز باندي د وسله والو کسانو لخوا يوازې راکټي بريد شوى، چې د هغه په خبره، وروسته افغان ځواکونو ځوابي ډزې کړي او پېښه کې درې پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي د تېرې شپې پېښه مني او وايي، چې پېښه د عامه نظم د پوليسو پر مرکز شوى، چې پکې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

خو يوې امنتي سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط وويل، چې ياد بريد د افغان او بهرنيو ځواکونو پر مرکز شوى دى، چې په په وينا يې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

د سرچيني په وينا لومړى پر ياد مرکز باندې ځانمرګى بريد شوى او وروسته د نورو وسله والو بريد کوونکو لخو ا پر پوځي مرکز د سپکو او درنو وسلو ډزې شوي، چې دغې نښتې لس دقيقې دوام درلود.

د يادې وسله والې نښتې په اړه تر دې دمه آيساف او د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې څه نه دي ويلي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA