د هغو دوو پيغلو نجونو قاتلين، چې تېره ورځ ترې د هرات ولايت په كروخ سيمه كې سرونه پرې شوي وو، ونيول شول. د هرات د كروخ ولسول غلام فاروق روستاى كليد ته د دي خبرې په تائيد سره وويل
د هغو دوو پيغلو نجونو قاتلين، چې تېره ورځ ترې د هرات ولايت په كروخ سيمه كې سرونه پرې شوي وو، ونيول شول.
د هرات د كروخ ولسول غلام فاروق روستاى كليد ته د دي خبرې په تائيد سره وويل، چې دا يوه كورنۍ موضوع ده او پوليسو يې په تور دوه تنه نيولي، چې اوس ترې پلټنې روانې دي، چې پايلې به يې راتلونكې كې روښانه شي.
دغه نجونې، چې ويل كېږي له پېښې يوه ورځ وړاندې له خپل كور څخه د دعا خوانۍ لپاره د يوه پير د کور پر لورې روانې وې، د لارې په اوږدو كې ترۍ تمې شوې او يوه ورځ وروسته يې مړي، د كروخ ولسوالۍ د عمومي سړك په منځ كې وموندل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


