ads

د نيمروز په دلارام ولسوالۍ كې قومي شخړه

د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې د يوې قومي شخړې په ترڅ كې درې تنو ته مرګ ژوبله واوښته. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دوو تنو د دلارام ولسوالۍ په بازار كې له يوبل سره لفظي شخړه وكړه او وروسته بيا د دواړو لورو خپلوانو دا لفظي شخړه په وسلې نښتې واوړوله. […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1389

د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې د يوې قومي شخړې په ترڅ كې درې تنو ته مرګ ژوبله واوښته. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دوو تنو د دلارام ولسوالۍ په بازار كې له يوبل سره لفظي شخړه وكړه او وروسته بيا د دواړو لورو خپلوانو دا لفظي شخړه په وسلې نښتې واوړوله.

 

 

د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې د يوې قومي شخړې په ترڅ كېې درېو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دوو تنو د دلارام ولسوالۍ په بازار كې له يوبل سره لفظي شخړه وكړه او وروسته بيا د دواړو لورو خپلوانو دا لفظي شخړه په وسلې نښتې واوړوله.

په سيمه كې د عيني شاهدانو په وينا، ترڅو، چې پوليس رارسېده  دواړو لورو څخه درې تنه ټپيال شول او وروسته ترې يوه د يادې ولسوالۍ په روغتون كې ساه وركړه.

د نيمروز والي غلام دستگير ازاد كليد ته د دې خبر د پخلي ترڅنگ زياته كړه، چې له نامسؤلو كسانو سره د وسلو شتون د دغه راز پېښو د رامنځته كېدو لامل كرځي.

ازاد زياته كړه، چې د پوليسو پلټنې پيل شوي او د دواړو لورو څخه څو تنه نيول شوي، چې د يادې ولسوالۍ په زندان كې تر تحقيق لاندې دي.

ډيرى وخت په نيمروز ولايت كې داسې قومي شخړې رامنځته كېږي، چې مرګ ژوبله هم ورسره ملګرې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA