ads

د جلال اباد په يوه كېسټ پلورنځي كې چاودنه

په جلال اباد کې تېره شپه د سندرو پر يوه کسېټ پلورنځي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې څلور تنه ټپيان شول. دغه چاودنه تېره شپه شاوخو نهه بجې د جلال اباد ښار غنمو منډايي ته څېرمه په يوه كېسټ پلورنځي كې رامنځته شوې ده.       په جلال اباد کې تېره شپه […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1389
د جلال اباد په يوه كېسټ پلورنځي كې چاودنه

په جلال اباد کې تېره شپه د سندرو پر يوه کسېټ پلورنځي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې څلور تنه ټپيان شول. دغه چاودنه تېره شپه شاوخو نهه بجې د جلال اباد ښار غنمو منډايي ته څېرمه په يوه كېسټ پلورنځي كې رامنځته شوې ده.

 

 

 

په جلال اباد کې تېره شپه د سندرو پر يوه کسېټ پلورنځي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې څلور تنه ټپيان شول.

دغه چاودنه تېره شپه شاوخو نهه بجې د جلال اباد ښار غنمو منډايي ته څېرمه په يوه كېسټ پلورنځي كې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ  وياند سمونوال عبدالغفور كليد ته وويل، چې چاودنه د ماين له امله رامنځته شوې، چې په وينا يې ځاني زيان نه لري.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رئېس ډاکټراجمل پردېس بيا له هويت ښودنې پرته روغتون ته د پېښې د څلورو ټپيانو د ور وړل کېدو خبرورکوي.

ننګرهار، چې له وروستيو راهيسې پكې نا امنۍ ډېرې شوي، ،له يوې مياشتې راهيسې پکې د سندرو پر درېيو کېسټ پلورنځيو ورته چاودنې شوي.

وسله وال طالبان، چې د دې ولايت  د ډېرو ناامنيو مسؤليت پرغاړه اخلي، خو وياند يې ذبيح الله مجاهد پرنورو کسېټ پلورنځيو د چاودنې په څېر د دې مسؤليت هم پرغاړه وانخېست.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA