ads

پټريوس په يو ناڅاپي سفر پاکستان ته ولاړ

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان له پاکستان څخه د يوې ناڅاپې ليدنې په ترځ کې د اسلام آباد د هغو هلو ځلو ستاينه وکړه، چې د باغيانو خلاف يې ترسره کوي. په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان له پاکستان څخه د يوې ناڅاپې ليدنې په ترځ کې د […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1389

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان له پاکستان څخه د يوې ناڅاپې ليدنې په ترځ کې د اسلام آباد د هغو هلو ځلو ستاينه وکړه، چې د باغيانو خلاف يې ترسره کوي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان له پاکستان څخه د يوې ناڅاپې ليدنې په ترځ کې د اسلام آباد د هغو هلو ځلو ستاينه وکړه، چې د باغيانو خلاف يې ترسره کوي.

دا لومړى ځل دى، چې جنرال ډېوېډ پټريوس په افغانستان کې د امريکايي او ناټو قواوو د قوماندان په حيث د پاکستان ليدنه کوي.

دى تېره مياشت د جنرال سټنلي مک کرېسټال پر ځاى په دې چوكۍ وګمارل شو.

جنرال پټريوس د پاکستان د ليدنې پر مهال وويل، چې وروستۍ واقعې ښيي، چې باغيان افغانستان او پاکستان دواړو ته ګډ ګواښ متوجه کوي.

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې جنګ جګړې په دې وروستيو کې زياتې شوي دي، په تېرو دوه اوونيو کې په پاکستان هم کې د بيلابيلو بريدونو په ترځ کې ۱۵۰ کسه مړه شول.

واشنګټن په اسلام آباد فشار راوړي، چې د افغان طالبانو خلاف لازيات اقدامات وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA