ads

په هرات ولايت كې ۲ نجونې ووژل شوې

د هرات ولايت په كروخ ولسوالۍ كې د دوو پېغلو نجونو جسدونه په داسي حال كې ترلاسه شول، چې د دواړو سرونه له تنې پرې شوي وو. دا دوې پېغلې نجونې، چې يوه ورځ وړاندې د هرات ولايت په كروخ ولسوالۍ       د هرات ولايت په كروخ ولسوالۍ كې د دوو پېغلو نجونو […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1389

د هرات ولايت په كروخ ولسوالۍ كې د دوو پېغلو نجونو جسدونه په داسي حال كې ترلاسه شول، چې د دواړو سرونه له تنې پرې شوي وو. دا دوې پېغلې نجونې، چې يوه ورځ وړاندې د هرات ولايت په كروخ ولسوالۍ

 

 

 

د هرات ولايت په كروخ ولسوالۍ كې د دوو پېغلو نجونو جسدونه په داسي حال كې ترلاسه شول، چې د دواړو سرونه له تنې پرې شوي وو.

دا دوې پېغلې نجونې، چې يوه ورځ وړاندې د هرات ولايت په كروخ ولسوالۍ كې د كور څخه د دعا خوانۍ په لور د يوه پير د کور په لور روانې وې، چې د لارې په اوږدو كې ترۍ تمې شوې.

د وژل شويو نجونو څخه د يوې عمر ۱۸ او د بلې هغې ۲۲ كاله ښودل شوى دى.

د هرات د والي وياند نقيب آروين كليد ته په خبرو كې د دغې پېښې پخلى وكړ او ويې ويل، چي د وژل شويو نجنو جسدونه د څېړنو لپاره د هرات ۶۰۰ بستريز روغتون ته وړل شوي، ترڅو د پېښې نور جزيات ډاګه شي.

تر اوسه د دغې پېښې مسئوليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

كه څه هم د ښځو پروړاندي د تاوتريخوالي په برخه كې هرات د هغو ولايتونو څخه يو دي، چې ښځې پكې ځانونه وژني او يا سوزوي، خو تراوسه هرات د داسي پېښې شاهد نه و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA