د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، د امام صاحب ولسوالۍ په ايچ كلي كې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې د يوه طالب قوماندان په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژلي دي.
د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، د امام صاحب ولسوالۍ په ايچ كلي كې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې د يوه طالب قوماندان په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژلي دي.
د کندوز د امنيه قومندان جنرال محمد رزاق يعقوبې په وينا، دغه عمليات چې تېره ورځ د امام صاحب ولسوالۍ د ايچ کلي په مربوطاتو کې ترسره شول، په پايله کې يې د وسلوالو طالبانو د يوه قومندان خال الدين په ګډون 7 تنه ووژل شول.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته د يو نا څرګند ځاى څخه د ټيلفون پرليکه وويل، چې د دوى ملګرو ته كومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ادعا يې وكړه، چې د امام صاحب په ولسوالۍ کې يې د المانې ځواکونو د يوه ټانګ د ويجاړيدو ترڅنګ 3 المانې سرتيري او يو افغان پوليس وژلي دي.
خو په کندوز کې د ولايتې بيا رغونې ډلې مطبوعاتي مسؤل ډګرمن ويبر کليد ته وويل، چی د دوي يوعراده ټانګ د ترافيکې پېښې په پايله کې اوښتى، او هيڅ مرګ ژوبله نه لري.
تېره ورځ هم د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د ۵ اربكيانو د مرګ ژوبلې ريپوټونه خپاره شوي وو، چې د طالبانو په وينا، د يوې چاودنې په پايله كې ورته مرګ ژوبله اوښتې وه.
خوسيمه ييزو چارواکو يي تراوسه پخلې نه دى کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


