نامعلومو وسلوالو د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ د نفوسو د ثبت مدير، نن سهار په ډزو وواژه. د څرخ ولسوال حاجي ثمرګل رسنيو ته وويل، چې مدير غلام محمد نن سهار شاوخوا ٦:٣٠ بجې ووژل شو.
نامعلومو وسلوالو د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ د نفوسو د ثبت مدير، نن سهار په ډزو وواژه.
د څرخ ولسوال حاجي ثمرګل رسنيو ته وويل، چې مدير غلام محمد نن سهار شاوخوا ٦:٣٠ بجې ووژل شو.
ولسوال، د غلام محمد قاتلان طالبان وبلل او زياته يې کړه، چې يوه مياشت وړاندې په دې ولسوالۍ کې دغې ډلې د شپې پاڼو له لارې ګواښ کړى و، چې دولتي دندې بايد پرېښودل شي او که څوک يې پرېنږدي، نو چې هر څه ورسره وشول، مسؤليت به يې خپل وي.
د ولسوال په وينا، د څرخ د دښت سيمې اوسېدونکى غلام محمد له ٨ کلونو راهيسې د دغې ولسوالۍ د نفوسو د احوالو د ثبت مدير و.
د ځايي اوسيدونكو په وينا، وژل شوي مدير له هيچا سره شخصي دښمني نه درلوده، خو وسلوالو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


