ads

د نړيوالو سياسی کمزورتيا مخالفين پياوړي کوي

د ناټو عمومي منشي وايي، که چېرې د افغانستان د خونړي بغاوت په مقابل كې لويديځ سياسي يو والی کمزوری شي نو وسله وال مخالفين به په نړيوالو ځواکونو خپلو بريدونو ته لازور ورکړي. د ناټو عمومي منشي وايي، که چېرې د افغانستان د خونړي بغاوت په مقابل كې لويديځ سياسي يو والی کمزوری شي […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1389

د ناټو عمومي منشي وايي، که چېرې د افغانستان د خونړي بغاوت په مقابل كې لويديځ سياسي يو والی کمزوری شي نو وسله وال مخالفين به په نړيوالو ځواکونو خپلو بريدونو ته لازور ورکړي.

د ناټو عمومي منشي وايي، که چېرې د افغانستان د خونړي بغاوت په مقابل كې لويديځ سياسي يو والی کمزوری شي نو وسله وال مخالفين به په نړيوالو ځواکونو خپلو بريدونو ته لازور ورکړي.

اندرس فاګ راسموسن ډيلې ټيليګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې دا هم ويلي دي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو کومه نېټه نه شي ټاکلی او لويديځ هېوادونه يې وهڅول ترڅو، چې ضرورت وي په افغانستان کې خپل عسکر پريږدي.

د ناټو عمومي منشي دا څرګندونې پرون په لندن کې د برتانيې صدراعظم ډېوېډ کاميرون سره له غونډې وروسته وکړې.

د برتانيې صدراعظم تېره اوونۍ هيله څرګنده کړه، چې برتانوي ځواکونه د راتلونکو پنځو کلونو په ترځ کې له افغانستان نه خپل هېواد ته ستانه شي.

خو د ناټو عمومي منشي اندرس فاګ راسموسن وويل، چې موږ کولای شو خپلې هيلې او توقعات ولرو، خو زه د ځواکونو د وتلو په اړه د کومې ټاکلي نېټې يا کال ضمانت نه شم کولای.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA