ads

د نا امنيو له كبله د ښځينه كاركوونكو شمېر كم شوى

د ننګرهار د عامې روغتيا رئېس ډاکټر اجمل پردېس کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، په لرې پرتو کلينکونو کې ورسره تېرکال په سلو کې اويا سلنه ښځينه ډاكټرانو كار كاوه، چې وروستيو ناامنيو له كبله يې  کچه شپېتو ته راټيټه شوې. د ننګرهار د عامې روغتيارئېس په دې ولايت کې د ورستيو […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1389

د ننګرهار د عامې روغتيا رئېس ډاکټر اجمل پردېس کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، په لرې پرتو کلينکونو کې ورسره تېرکال په سلو کې اويا سلنه ښځينه ډاكټرانو كار كاوه، چې وروستيو ناامنيو له كبله يې  کچه شپېتو ته راټيټه شوې.

د ننګرهار د عامې روغتيارئېس په دې ولايت کې د ورستيو ناامنيو له امله د خپلو لس سلنه ښځينه کارکوونکو د کموالي خبرورکوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رئېس ډاکټر اجمل پردېس کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، په لرې پرتو کلينکونو کې ورسره تېرکال په سلو کې اويا سلنه ښځينه ډاكټرانو كار كاوه، چې وروستيو ناامنيو له كبله يې  کچه شپېتو ته راټيټه شوې.

د پردېس په وينا، پخوا يو شمېر ښځينه ډاكټرانو په شخصي ډول د ننګرهار لرې پرتو سيمو کې ښځينه وو ناروغانو ته درملنه کوله، خو اوس د امنيتي ننګونو له امله دا کار نه شي کولاى.

د ننګرهار د روغتيا رئيس که څه هم د خپلو ښځينه کارکوونکو د کمېدو پړه پر چا وانه چوله، خو بايد وويل شي، چې په ننګرهار کې د وروستيو  ناامنيو  مسؤليت ډېر ځله  وسله وال طالبان پرغاړه اخيستى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته له ناڅرګند ځايه په ټليفون وويل، چې دوى کله هم د ښځينه وو ډاكټرانو د کارمخنيوى نه دى کړى.

ننګرهار، چې له وروستيو راهيسې پکې پرله پسې د ناامنۍ يو شمېر پېښې شوي، له كبله يې د ناامنو ولسواليو ځينې خلک د خپلو كورونو پرېښودو ته هم اړشوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA