د فارياب ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې د ياد ولايت په بلچراغ ولسوالۍ كې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې د ياد ولايت په بلچراغ ولسوالۍ كې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب ولايت د امنيه قوماندانۍ د كشف مرستيال سمونيار محمد اسلم امام زاده كليد سره په خبرو كې وويل، چې امنيتي ځواكونو د يادې ولسوالۍ په تاش كلا او قورچين سيمو كې تېره ورځ چاڼيز عمليات پيل كړل، چې په ترڅ كې يې ۷ تنه مړه او ۸ نور ټپيان شول.
خو د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجليل اندرابي بيا رسنيو ته وويلي، چې دغه مرګ ژوبله د قورچې سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه كله، چې طالبانو د ملي اردو او ملي پوليسو په ګډه ګزمه بريد وکړ.
د اندرابي له قوله، وروسته په ځوابي بريد کې، چې سپکې او درنې وسلې پکې وکارول شوې ٦ طالبان ووژل شول او ٨نور ټپيان شول.
امنيه قوماندان داهم وويل، چې په دغه شاوخوا يو ساعته نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د وسله والو طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي په پېښه كې د ۴ طالبانو د وژل كېدو پخلى كوي او وايي، چې ملګرو يې په دغه پېښه ۵ عراده نظامي موټرې او ۱۶ كورني او بهرني سرتيري وژلي دي.
د ده په وينا په دغه پېښه كې ۴ بهرني سرتيري وژل شوي دي.
په دې وروستيو كې د فارياب ولايت په بېلا بېلو برخو كې د وسله والو مخالفيونو فعاليتونه ډير شوي دي، چې ځايي خلك يې له زورونې څخه شكايت كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


