چارواكي وايي، د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د پوليسو د دوو قوماندانانو ترمنځ نښته كې د يوه پوليس په ګډون دوه ملكي كسان وژل شوي او اووه نور ملګي وګړي ټپيان شوي دي.
چارواكي وايي، د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د پوليسو د دوو قوماندانانو ترمنځ نښته كې د يوه پوليس په ګډون دوه ملكي كسان وژل شوي او اوه نور ملګي وګړي ټپيان شوي دي.
د هلمند د امنيت امر سمونوال كمال الدين شېرزوى وايي نښته تېره شپه د پوليسو د دوو قوماندانانو د لفظي شخړي له امله رامنځته شوې ده، خو دا چې اصلي علت يې څه و، دى پرې نه پوهېږي.
شيرزى وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي، ترڅو په ډاګه شي، د پېښې اصلي علت څه و.
شېرزي د ټپيانو حالت د ډاډ وړ وبللو او ويې ويل، چې د پېښې ټپيان اوس مهال د ايساف په يوه پوځي روغتون كي تر درملني لاندې دي.
په وژل شويو او ټپيانو كې ماشومان او ښځي هم شامل دي.
د ګرشك ولسوالۍ ډېرو ملكي كسانو د ټليفون پر كرښه كليد ته وويل، چې نښته خلګو د ګڼې ګوڼې نه په ډك بازار كې رامنځته شوه، چې د دوى په وينا، د پېښې اكثره قربانيان د ګرشك په بآزار كي ملكي سوداګر او دوكانداران دي.
د يوه بل خبر له مخي تېره ورځ ناوخته د ګرمسېر ولسوالۍ په بازا کې يوې چاودنې يوويشت ملکي کسان ټپيان کړل.
د هلمند د امنيت امر كمال الدين شېرزوى د پېښې د پخلې ترڅنګ زياته كړه، چې چاودېدونكي توكي په يوه موټر سائيكل كې ځاى پر ځاى شوي وو، او هدف يې د ګرمسېر ولسوالۍ دولتي كاركوونكي وو.
هغه زياته كړه، ياد چاوديدونكي توكي تر وخت مخكې وچادېدل او ټول زيان يې ملكي كسانو ته واوښت.
د شېرزوى په وينا چاودنه كې دولتي كسانو ته هيڅ زيان نه دى رسيدلى، خو په يوشت تنو ملكي ټپيانو كې يې د دريو حالت د اندېښنې وړ وبللو.
په ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د چاودنې پرمهال له سيمې څخه په تېرېدو وو.
تراوسه د دې پېښي پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو كمال الدين شېرزوى يې پړه پر وسله والو مخالفينو ور واچوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


