د پکتيکا ولايت د ښرني – مټاخان په لويه لاره د مټاخان ولسوالۍ اړوند سيمه كې پر سکوټ او امريکايې ځواکونو چاودنې شوې، چې طالبانو يې د مرګ ژوبلې دعوه لري.
د پکتيکا ولايت د ښرني – مټاخان په لويه لاره د مټاخان ولسوالۍ اړوند سيمه كې پر سکوټ او امريکايې ځواکونو چاودنې شوې، چې طالبانو يې د مرګ ژوبلې دعوه لري.
د پکتيکا والي وياند مخلص افغان کلید سره په خبرو كې د پېښې پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې د ښرني – مټاخان پر لاره د سکوټ په ډاينا موټر چاودنه شوې، چې له امله يې يوازي دوه۲ تنه ټپيان شوي او نور کوم زيان نه لري.
د طالبانو سيمه ييزوياند ډاکتر عبدالوکيل مبارز کلید ته په ټليفوني اړيكه كې وويل، چې د مټاخان ولسوالۍ اړوند يې د مرياڼو او ابراهيمزو په سيمو کې د امريکايې ځواکونو په دوو ټانګونو بېلابېلي چاودني کړې دي، چې له امله يې ټانګونه ويجاړ شوي او سپاره کسان ټول پکې وژل شوي دي.
مبارز زياته کړه، چې د ښرني- مټاخان په لويه لاره يې د سرک جوړونې شرکت په يوه بار وړنکي ډينا موټرهم د ماين چاودنه کړې، چې د هغوي يو تن يې پکې وژلی او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
په جنوب ختيځ زون کې د ناټومطبوعاتي دفتر په ياده سيمه کې د چاودنې پخلى کړى، خو پېښه كې مرګ ژبله نه مني.
دا په داسي حال کې ده، چې له دې وړاندي هم په ياده لويه لاره په سکوټ او ناټو ځواکونو د چاودنو او بريدونو خبرونه ورکړل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


